غزني کې د اصلاح شويو تخمونو د پروسس کارخونه پرانېستل شوه

په غزني کې د اصلاح شويو تخمونو د توليد، پروسس او وېش يوې کارخونې په رسمي توګه په فعاليت پيل وکړ. د دې کارخونې د جوړېدو موخه په دغه ولايت کې د اصلاح شويو تخمونو د پروسس په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدل بلل شوي دي. هغه زياته کړه چې کارخونه په يوې پخوانۍ ودانۍ کې جوړه شوې، خو ډېر ژر به يې د فعاليت کچه نوره هم پراخه شي.

روسیې زلزله‌ځپلو سره د مرستو دویمه جوپه کابل ته را استولې

د روسیې بېړنیو حالتو وزارت ویلي، د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو دویمه جوپه یې کابل ته لېږلې.
په دې ۲۰ ټنه مرسته کې خېمې او کمپلې شاملې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر استول شوي.
د کونړ له زلزلې څخه ۸ ورځې تېریږي او خلک لاهم د اوبو، خوړو، خیمو، کمپلو او درملو په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

فوټسال؛ د امکاناتو او ملاتړ د کموالي په سیوري کې د ځوانانو د خوښې لوبه!

فوټسال زړه‌راښکونکې او چټکیا لوبه ده چې له قوټبال په کوچني لوبغالي او په کمو لوبغاړو سره کېږي. دغه لوبه د فردي مهارتونو، چټکیا او د لوبډلو ترمنځ د همغږۍ له کبله د ځوانانو ترمنځ پر یوې خورا زړه‌راښکونکې لوبه بدله شوې. دې راپور کې له اتو هغو مېرمنو سره چې په کور کې د کورنۍ له غړیو یا ګاونډیانو سره فوټسال لوبه کوي، هم خبرې شوې دي.

لومړي ځل اومیندوارۍ کې د ښځو ننګونې؛ د پوهاوي او مناسبې تغذیې نه‌شتون

فاریاب کې یوه شمېر ښځې چې د لومړي ځل لپاره امیندواري تجربه کوي، د کورني ملاتړ نه‌شتون، روغتیايي خدماتو ته نه‌لاسرسي او د مناسبې تغذيې له کمښت څخه شکایت کوي.
دوی وایي چې د پوهاوي، روغتیايي خدماتو او د مناسبې تغذیې نه‌شتون لامل شوی چې د ژوند دغه حساس پړاو کې ډېرې ستونزې تجربه کړي.

هرات کې په ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ د اوبو بند جوړېږي

د هرات محلي چارواکي وايي چې نن یکشنبه، وږي ۱۶مه، په د ګلران ولسوالي په «زیارت بابای فرق» کلي کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.

دغه ولایت کې د سرې میاشتې د څانګې د دفتر رییس احمدراشد وايي چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې مالي ملاتړ لاندې «د اقلیمي بدلون پر وړاندې هوښیارې کرنې» تر عنوان لاندې پلې کېږي.

پنجشېر کې د بیروجو لس نوي کانونه تثبیت شوي

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې د کانونو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم د خپلو وروستیو سروېګانو پرمهال د یاد ولایت په عنابه، رخه، ابشار او پریان ولسوالیو کې تازه د بیروجو لس کانونه تثبیت کړي دي.

د جمعه‌خان جسد له ۳۸ کلونو وروسته خاورو ته وسپارل شو

د بدخشان د نسي‌درواز ولسوالي کې سرچینې وايي چې د پخواني شوروي اتحاد پرو ړاندې د جګړې پرمهال د یادې ولسوالي یو اوسېدونکی د کوف-نسي‌درواز ولسوالي پر لویه لاره ورک شوی و چې پرون شنبه، وږي ۱۵مه یې، سالم جسد موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د نوموړي جسد د ویدغز بند کې ورک شوی و چې تېره ورځ د کنګل شویو یخونو له اوبو‌کېدو سره د هغه جسد پیدا شوی دی.

سمنګان کې په ۲۱ میلیونه افغانیو د دوو پروژو چارې پیل شوې

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، په دې پروژو کې د غرونو ښووېیدو او له سېلابونو د سړکونو خوندي ساتلو لپاره د دوو استنادي دیوالو جوړول، شامل دي.

یاد استنادي دیوالونه به ۱۸۰ متره اوږدوالی او ۷.۲۸ متره پلنوالی ولري. ټاکل شوې چې یادې پروژې د سمنګان خُلم ولسوالي اړوند تاشقرغان تنګي او صیاد ګولايي کې رغول کېږي.

پر سړکونو د نظم راوستلو هڅه؛ کابل کې د یوه ټرافیک‌پولیس کاري ورځې ته کتنه!

هغه هره ورځ سهار شپږ بجې د کابل ښار پُل‌هارتن سیمې ته ځان رسوي او هڅه کوي چې د ټرافیکي قوانینو په پلي‌کولو او د موټرو په منظم توګه تګ‌راتګ سره په سړکونو کې نظم راولي او د خلکو لپاره تګ‌راتګ اسانه کړي. که په سړه هوا کې وي یا هم ګرمه، هغه د سړک غاړې ته د ولاړېدو سختۍ زغمي، څو ښاریان په خوندي او اسانۍ سره خپلو منزلونو ته ورسېږي.

لوګر کې د غلا او قتل په تور یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې

د لوګر  امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي په «دولت کلا» سیمه کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.

د دغه ولایت امنیه قومندان ملااغا ولي نوراني پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو تېره ورځ شپږ کسان چې په غلا او قتل تورن دي، نیولي دي.

عبدالغني برادر: بانکي محدودیتونو د نړیوالې پانګې پر راجلبولو منفي اغېز کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د بانکي او مالي محدودیتونو لړۍ پای ته ورسوي.

هغه نن (شنبه، وږي لسمه) د «د افغانستان د برښنا سکتور کې د پانګونې جذب او ملاتړ» په کنفرانس کې وویل چې دا محدودیتونه د بهرنیو پانګو  د جلب پر بهیر منفي اغېز کړی دی.