له ژوند سره مخه ښه؛ ولې افغانستان کې مېرمنې ځان‌وژنې ته مخه کوي؟

سلام‌وطندار په هېواد کې د مېرمنو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو څېړنې په تړاو په دې راپور کې له  اوو داسې کورنیو سره خبرې کړي چې د کورنۍ یوې غړې یې، ځان‌وژنه کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې جبري وادونه، د ښوونځیو تړل‌کېدل، فقر او د کورنیو فشار، نجونې ناهیلۍ ته اړ کړي او دا چاره لامل شوې چې دوی خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

د دفاع وزیر ولس ته: هوايي ځواک ستاسو په خدمت کې دی

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د هېواد په ختیځ کې د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ژغورنې عملیاتو کې د هوايي او پیاده ځواک هڅې ستایلي.

هغه تېره ورځ (چهارشنبه، سنبله ۱۹) په دې تړاو یوې غونډې ته ویلي، د زلزله ځپلو هېوادوالو وضعیت ته د رسېدنې او ژغورلو عملیاتو کې د دغه وزارت بېلا بېلو ټیمونو برخه اخیستې.

غور کې د کانونو او پترولیم وزیر چورلکه غورځېدلې

د غور ځايي مسوولان تاییدوي چې د هوايي ځواک یوه چورلکه تېر مازیګر د تولک ولسوالي «نعلبندان» سیمه کې لوېدلې.

د غور د والي ویاند مولوي محمد صادق رصاص وویل، تېره ورځ مازیګر مهال دغه ولایت کې یوې چورلکې سقوط کړی چې د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي هم په کې سپاره وو.

جهېز؛ هغه دروند لګښت چې ښځې یې په چمتو کولو مکلفې نه‌دي

جهېز د افغانانو د کلتور هغه پخوانی دود دی چې د نجونو پر ژوند او د هغوی پر کورنیو یې سیوری غوړولی دی.

یوشمېر نجونې او ښځې وايي، که څه هم دغه دود ظاهرآ د ګډ ژوند پیلولو لپاره د چمتوالی ښکارندويي کوي، خو په عمل کې د هغوی لپاره په یوې لویې مالي او کورنۍ ننګونې بدله شوې.

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي

هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسوولان وایي چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي چې په‌کې ۵۰۰  دیګ‌بخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي.

د دې شرکت مسوول سیدعبدالناصر مودودي وایي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي.

له کندهار څخه هند ته ۷۵ ټُنه هوږه صادره شوې

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه په ټولییزه توګه ۷۵ ټُنه هوږه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادره شوې ده.

د مسوولانو په وینا، دا صادرات د کندهار کرنې ریاست او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي. د زابل  د تازه مېوې یو سوداګر شیرجان وايي: «دا تازه مېوې د تجار او افغان صادراتو لپاره یو لوی فرصت او ښه پیل دی.»

سوېلي‌زون کې د ماشومانو مړینه له ۲۳.۵ څخه ۹.۵۳سلنې ته راښکته شوې

د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون مسوولان وایي، د عصري طبي وسایلو کارونې پرمټ توانيدلي چې سوېلي حوزه کې د ماشومانو د مړینې کچه له ۲۳.۵سلنې څخه ۹.۵۳ ته راښکته کړي.

مسوولان وایي چې د تېرکال په دویمه ربعه کې ۲۰۸ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو د سږکال په لومړۍ ربعه کې د مړینې ياده کچه ۱۱۴ کسانو ته راټيټه شوې ده.

له محدودیتونو تر بریا؛ د ګرافیک ډیزاین له‌لارې د یوې نجلۍ د پرمختګ کیسه

د میز تر شا ناسته ده او په څېره‌ یې د کمپیوټر د سکرین رڼا ښکاري؛ د خونې چوپتیا پر کیبورد د هغې د ګوتو کېکاږلو په غږ سره ماتیږي؛ هغه په یوه ګرافیکي ډیزاین کار کوي.

په داسې وخت کې چې ډیرې نجونې ونه توانېدې له محدودیتونو سره مبارزه وکړي، هغې وکولی شول چې له ښوونځي تر فراغت وروسته، د خپل پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

کونړ کې زلزلې ١٥٧ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم کړي

کونړ کې د زلزلې له امله په مرکز اسعداباد او ۷ ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي وېجاړ شوي چې څه باندې ۱۵۷ زره زده‌کوونکي یې له زده کړو محروم کړي او د ۳ ښوونکو په ګډون کابو ۴۰۰ زده‌کوونکي مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د کونړ او اوسېدونکي وايي، که دې برخه کې بېړني ګامونه پورته نه‌شي د اولادونو راتلوونکی به یې له تیارو سره مخ شي.

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»