د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویم فاز چارې پيل شوې

د ټولګټو وزارت په څه باندې ۵۴ میلیون ډالرو د هرات ـ خواف د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي چارې پیل کړې.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل، د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کونړ زلزله‌ځپلي: په منظم ډول مرستې نه‌را رسیږي

په کونړ کې د شوې زلزلې نږدې دوه اونۍ پوره کیږي، خو شمېر زلزله ځپلي وایي چې دوی ته لاهم اساسي مرستې نه‌دي ور رسېدلي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، که څه هم زلزله ځپلو سره په میلیونونو افغانۍ مرسته اعلان شوي، خو دوی ته په منظم ډول نه‌رسیږي.

زلزله‌ځپلي له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې مرستې دې ورته په منظم ډول ووېشل شي، ترڅو پرې خپل وران شوي کورونه اباد کړي او له شته ستونزو خلاص شي.

د متقي او امریکايي چارواکو لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا او د بندیانو په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن امریکايي پلاوي سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، د اتباعو پر مسایلو او افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو خبرې کړي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې پر دوه اړخیزو اړیکو او راتلونکو بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په اړه به چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه کړې

له پاکستانه د کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو له پیل سره سم، د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب له مخې، د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
دغه سازمان ویلي، چمتو دي له پاکستان سره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو لپاره کار وکړي چې زیان‌منونکي کسان مشخص او د افغانانو د قانوني کډوالۍ لارې چارې پراخې شي.

ملا عبدالغني برادر: زلزله کې د ویجاړو کورونو رغولو ته امکانات برابروو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن د کونړ له زلزله‌ځپلو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
هغه وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکې کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو لپاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

راستنېدونکو ته د مرستو وېشلو بهیر ځنډېدل؛ ذبیح‌الله مجاهد: ملګري‌ملتونه پلمې کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ UNHCR د افغانستان برخې ویلي، بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د نغدو پیسو وېشلو مرکزونو فعالیت یې ځنډولی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، بیرته راستنېدونکو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د مرستو وړاندې کولو پروسې ځنډول، د دغه بنسټ پلمه کول دي.

د ارزګان ـ کندهار لویې‌لارې د اساسي رغېدو چارې پیل شوې

د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۷۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې اساسي رغېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د ارزګان او کندهار ولایتونو مسوولان دغه پروژه د اسلامي امارت له مهمو پراختیايي پروژو بولي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکې کې به د ورته نورو لویو پروژو د پلي کېدو هڅې هم وشي.

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې رول نه‌درلود

ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه د سپټمبر یوولسمې پېښې په تړاو یوه غږیز کلپ کې ویلي، افغانستان دغه پېښه کې هېڅ رول نه‌درلود.
هغه وویل، د سپټمبر یوولسمې بریدونو پلان له افغانستانه بهر طرحه شوی وو او له دغې پېښې د افغانستان اشغال لپاره استفاده وشوه.
دغه برید لامل شو چې د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه افغانستان ته ځواکونه واستوي.

مېرمنو کې د ادرارو بې‌اختیاري؛  ډېر زېږون، غبرګولي او وزن ډېروالی یې لاملونه دي

د ادرارو «تشو متیازو» بې‌اختیاري یوه عامه او ځورونکې ناروغي ده چې ډېری مېرمنې له زېږون وروسته پرې اخته کېږي. یوشمېر ډاکټران وايي چې دغه ناروغي له زېږون وروسته د مېرمنو د جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.