
له پاکستان او عراق ۴۳۳ افغان بندیان ازاد شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۳۳ افغان بنديان د پاکستان او عراق له زندانونو ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۴۳۰ کسان د سپینبولدک له لارې او درې نور د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.














