
د کابل-بامیان لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت د میدانوردګ په مرکز میدانښار او جلرېز ولسوالي ترمنځ د کابل- بامیان لویې لارې اړوند د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړولو چارې پیل کړې.

د ټولګټو وزارت د میدانوردګ په مرکز میدانښار او جلرېز ولسوالي ترمنځ د کابل- بامیان لویې لارې اړوند د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړولو چارې پیل کړې.

د لغمان امنیې قومنداني مسوولان وایي چې نن یکشنبه، لړم ۲۵مه، د لغمان قرغیو ولسوالي په میاخان کڅ سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړک څخه (اوښتی) او اور یې اخیستی چې پهکې شپږ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون مسوولانو لهخوا، د دوکانونو د څار او ارزونې په لړ کې، د خوست ښار تڼيو لين ته څېرمه سیمه کې د خوراکي توکو ۱۳ دوکانونه د وزن د کموالي او د نرخونو د لوړوالي له امله تړل شوي دي.

په داسې حال کې چې د کندهار فصلونه د هېواد په اقتصادي صادراتو کې مهم رول لري، سږکال د انارو صادرات د پام وړ لوړ شوي او ۲۲زره ټنو ته رسېدلي دي.
چارواکي دغه زیاتوالی د همغږۍ، پانګونې زیاتېدو او نویو بازارونو ته د صادراتو د پراخېدو پایله بولي، خو بڼوال او سوداګر وایي چې لاهم د بستهبندۍ او ترانسپورت په برخه کې د دولت پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د کانکریتي دیوالونو او امنیتي خنډونو د پاکولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون په ګډو هڅو پيل شوې ده.

د تاجیکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.
د اسلامي امارت یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي، چې په دغه پلاوي کې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت، امنیتي ادارو او یوشمېر مهمو دولتي بنسټونو استازي شامل دي.

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن شنبه، لړم ۲۴مه، په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بزګرانو ته د ۳۰ نمایشي قطعو جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي، تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د «قروتوي» کلي کې د ماین چاودنې له امله درې ماشومانو

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، ۷ زره او ۶۱ افغانان په اجباري ډول له پاکستان او ایرانه اېستل شوي. دغه کمیسیون

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان کې خپل قراردادونه د درېوو میاشتو په موده کې راټول او د یاد هېواد پر ځای دې نورو هېوادونو څخه توکي راوارد کړي.
نوموړي نن چهارشنبه، لړم ۲۱مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پرمخ لارې تړلي او په وینا یې، د دواړو هېوادونو سوداګر یې، زیانمن کړي چې دوی اړ شوي ورته پرېکړه وکړي.

روسیې اعلان کړی چې ځواکونو یې د اوکراین د پوکروفسک او کوپیانسک ښارونو پر لوري پرمختګ کړی دی. خپور شوی ویدیو ښيي چې روسي سرتېري د موټرسایکلونو او زړو وسایطو په مرسته پوکروفسک ته ننوځي.

د اسراییلو حکومت له څو میاشتو وروسته د زیکیم ځمکني بندر بیا پرانیست چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د داخلېدو لپاره کارول کېږي.

د هلمند ولایت ګرشك ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د نوې ودانۍ د جوړېدو او د زاړه بازار د درېيو سړکونو د قيراچونې چارې د ۱۸ ميليونه او ۸۵۶ زره افغانيو په ارزښت په رسمي توګه پیل شوې.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه له سختو ننګونو سره مخ ده او په وینا یې، د هېواد لسو کې نهه کورنۍ د لوږې، پورونو او د شتمنیو د پلور له لارې د ژوند تېرولو ته اړ شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن سهشنبه، لړم ۲۰مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

په نوې ډیلي کې د سرې کلا څنګ ته چې د ښار یوه تاریخي ماڼی او د هند له مهمو سیاحتي ځایونو ګڼل کېږي، چاودنه شوې چې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. له چاودنې وروسته څو موټرو هم اور اخېستی دی.