ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سيمه کې د ملي اردو پر يوه ټولي موټربم چاودنه کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار ۶ بجې د کابل ـ پغمان ولسوالۍ ارغندې چوک سیمه کې وشوه ۴ کسان په کې ټپيان شوي دي.
فرامرز د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه ديي ويلي.
له سيمې چې کوم انځورونه خپاره شوي شيي چې د چاودنې پایله کې د امنیتي ځواکونو یو هاموې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د سيمې اوسېدونکيو ته په کې مالي زيانونه هم اوښتي دي.
تراوسه پورې هېڅ يوې وسلهوالې ډلې د یاد بريد مسووليت نه دی منلی.