Asset 1SWN

د روان کال تر پایه به د ټلګرام کاروونکو شمېر یو میلیارډ ته ورسېږي

4fd82f-1x-1

د ټلګرام پلټفرم یوه بنسټ‌ګر پاول دوروف وايي چې د روان کال تر پایه به د یاد پلټفارم د میاشتني فعال کاروونکو شمېر یو میلیارډ کسانو ته ورسېږي.

ټلګرام د نړۍ شپږم مشهور اپلېکېشن دی چې نړۍ کې یې د کاروونکو شمېر ورځ ترې بلې په ډېرېدو دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوروف له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د ټلګرام کارکوونکي «لکه وچ ځنګل کې د اور» په څېر د پرخېدو په حال کې دي.

د ټلګرام اوسنیو فعال کاروونکو شمېر شاوخوا ۹۰۰ میلیونه کسان اټکل شوی دی.

ټلګرام د ډله‌ییز چټ‌ پاڼو، کانال او د خصوصي حریم ساتلو اړوند خدمتونو وړاندې کولو له امله نړۍ کې شپږم مشهور پلټفُرم پېژندل کېږي.

په ورته مهال پاول دوروف دې مرکه کې ویلي چې له بیان ازادۍ او ډله‌ییز اعتراضونو ملاتړ له کله تل د یوشمېر هېوادونو د حکومتونو تر فشار لاندې راغلی دی.

د نوموړي په وینا، ټلګرام کې د خصوصي حریم خوندیتابه او شته ازادۍ له امله ډېری خلک پر دې اپلېکېشن ورمات شوې دي.

چین نږدې نهه کاله وړاندې دغه هېواد د یاد اپلېکېشن پر کارونې بندیز ولګاه او ایران، پاکستان، کیوبا، ټایلنډ او د نړۍ نورو هېوادونو کې خلک بیا د فیلټرماتونکي په مرسته دغه اپلېکېشن کارولی شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټیلګرام په ۲۰۱۳کال کې د دوو ورورنو «پاول او نیکلا دوروف» له‌خوا جوړ شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام