کابل کې یوشمېر نابینایان «ړانده کسان» د نورو ستونزو ترڅنګ د عامه خدمتونو او د زدهکړو او کاري زمینې نه برابرېدو له کبله شکایت کوي.
دغه نابینایان وايي چې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره شوې.
که څه هم د مخکیني حکومت پر مهال په دولتي او نورو ادارو کې د نابینایانو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه هڅې کېدې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یوشمېر نابینایان شکایت کوي چې دوی ته په دولتي ادارو کې دندې نه ورکول کېږي.
د وحدت په نوم د نابینایانو د ملاتړي بنسټ اجرايي مسوول حسیبالله ظهیر وايي چې په دولتي ادارو کې ډېر کم نابینایان پر دندو ګومارل شوي او ډېری له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي.
د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي، هغه نابینایان چې په دولتي ادارو کې د کار کولو وړتیا ولري، په دغو ادارو کې به دندې ورکړل شي.
نوموړي وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي چې نابینایانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او هغه نابینایان چې د کار کولو وړتیا ولري، دولتي ادارو کې به جذب شي.»
کرشمه قاطع چې نابینا ده وايي، هېواد کې دا مهال د ګوتو په شمېر نابینایان زدهکړییزو خدمتونو ته لاسرسی لري او باید د لوړو زدهکړو زمینه ورته برابره شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم هېواد کې د نابینایانو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړ شوی، خ ټولنه کې د فرهنګي او نورو ستونزو له کبله ګڼشمېر کورنۍ خپل نابینا اولادونه دغه ښوونځي ته له لېږلو منع کړي او ځینې یې په اړه معلومات هم نهلري.