Asset 1SWN

د بي‌اېل‌اې ادعا؛ بلوچستان کې ۱۳۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي

Balochistan-Aattack

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بېلتون غوښتونکې ډلې «بي‌اېل‌اې» ادعا کړې چې د بریدونو پرمهال یې، ۱۳۰ پاکستاني سرتېري وژلي او ۵۵ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ شوې دي. د یادې ډلې له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي چې د بلوچستان په ۱۳ ضلعو کې په یوه وخت ۴۴ بریدونه شوي چې پرمهال یې، پوځ ته دغه مرګ‌ژوبله اوښتې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د یو‌شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، بریدونو کې د ګاز‌ نل‌لیکې، د اوسپنې پټلۍ او پُلونه هم ویجاړ شوي او د کان کیندونکو ۱۳ موټر هم له‌منځه وړل شوې دي.

د پاکستان پوځ دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې، دې بریدونو کې د ۱۴ پوځیانو وژل تایید کړي وو.

دې ډلې همداراز ادعا کړې چې د یادو بریدونو پرمهال یې، پوځ ته درانه زیانونه اړولي او په وینا یې، ګڼې‌ وسلې هم لاس ته ورغلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان رسنیو په هماغه ورځ بلوچستان کې په شویو بریدونو کې د ۷۰ کسانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام