Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د پاکستان بریدونه؛ کونړ کې ښځې رواني فشارونو سره مخ دي

د پاکستان وروستیو بمباریو په کونړ کې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او ولس په ځانګړي ډول ښځې یې له وېرې او رواني ستونزو سره مخ کړي. دا بريدونه د ډيورنډ فرضي کرښې تر څېرمه په پروتو ناړۍ، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ترسره کیږي. ځايي اوسېدونکي وايي، د بمبارۍ غږونو په اورېدو سره د وېرې او اندېښنې احساس کوي.

خوست کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

خوست کې د پاکستاني پوځ له لوري د توپ او هاوان بريدونو کې ۳ ملکیان شهیدان او ۷ نور ټپیان شوي. د خوست ولایت مقام وياند مستغفر ګربز وویل، د سپېرې ولسوالۍ اړوند «افغان دوبۍ» سیمه کې د يکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو په کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي.

امنیت شورا نن د یوناما ماموریت تمدید په اړه پرېکړه کوي

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبه افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت غځېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو پراساس، امنیت شورا به د هغه پریکړه‌لیک پر مسئودې رایه اچونه وکړي چې افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي.

د «ښې ښځې» په اړه لیدلوری؛ له شخصیتي ځانګړنې تر دودیزو ارزښتونو پورې

د هېواد ۱۶ ولایتونو کې له ۴۲ کسانو (۲۱ نارینه او ۲۱ ښځو) سره د «سلام‌وطندار» د خبرو پایلې ښيي چې ډېری ګډونوال د ښځې ښه‌والی یا بدوالی د جنسیت پر بنسټ نه، بلکې د انسان شخصيتي ځانګړنو له مخې تعریفوي.

د دغو ۴۲ کسانو له جملې ۱۴ هغوی د مېړه درناوی او اطاعت د «ښې ښځې» اساسي معیار بولي.

د اسلامي امارت پاکستان کړکېچ؛ چین د تفاهم رامنځته کولو ته چمتوالی ښوولی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي سره ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو خبرې کړي.
وانګ يي ویلي، هېواد یې د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

دفاع وزارت: د پاکستان په نظامي مراکز مو برید وکړ

د دفاع وزارت ویلي، د پاکستان د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې د خیبرپښتونخوا ایالت کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړي. دغو بریدونو کې د کلا نظامي تأسیسات، د قومندې مرکز، ډيپوګانې او د عسکرو د هستوګنې ځایونه لمنځه وړل شوي چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د تېرو جنایتونو په دوام پاکستان یوځل بیا تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد وکړ. هغه ویلي، په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او ځينو سیمو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړي.

پر کابل د پاکستان تازه بریدونو کې ۴ ملکیان شهیدان شوي

پاکستان یو ځل بیا پر کابل ښار هوایي بمبار کړی چې ۴ ملکیان په کې شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تایید کړه چې برید تېره شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د ٢۴ ګذر په ساحه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د ملکیانو په کورونو شوی.

خورلڼې؛ کوچنۍ خو هوسا کړۍ

یو شمېر نجونې وایي چې د خورلڼو کوچنۍ دوستانه کړۍ او د څو نږدې دوستانو لرل لامل شوي چې په دې ورځو کې لږ ذهني فشار تجربه کړي.

د دوی په باور، د «خورلڼو» اړیکې او کوچنۍ دوستانه کړۍ داسې فضا برابروي چې انسان په‌کې کولی شي پرته له دې چې د قضاوت له وېرې سره مخ شي، خپلې خبرې وکړي او واورېدل شي.