Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

عباس عراقچي: امریکا سره خبرې نه‌دي شوي، اوربند نه‌منو

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره یې هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او اوربند هم نه مني.

د راپورونو پر اساس، ده ویلي چې مذاکره هغه وخت مانا لري چې دوه هېوادونه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره رسمي خبرې وکړي، حال دا چې د دوی او امریکا ترمنځ داسې څه شتون نه لري.

هېواد کې د سېلابونو پرمهال ۱۴ کسانو ژوند بایللی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۷ نور ټپیان شوي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل، دغو ولایتونو کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۴۲۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي.
د مسوولانو په وینا، د سېلابونو پرمهال ۱۴۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه، ۲۳ د اوبو څاه‌ګانې او د اوبو رسولو شبکې او له ۲۰ څخه ډېرې سولري تختې هم ویجاړې شوي.

هایټي کې د ډله‌ییز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي

هایټي هېواد کې د ډله‌ییز برید پرمهال لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، برید د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د یکشنبې په سهار د «جین ډینس» سیمې شاوخوا کلیوالي کې پیل شو او د دوشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د هایټي چارواکو ویلي، سیمې ته د پولیسو په رسېدو سره وسله‌واله ډله تښتېدلې او څو کورونه له وړاندې سوځول شوي وو.

هېواد کې د سېلابونو پرمهال ۲۸ کسانو ژوند بایللی

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې مسوولان وايي، هېواد کې د وروستیو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۸ کسانو ژوند بایللی او ۴۹ نور ټپیان شوي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن دوشنبه حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ سلام‌وطندار ته وویل، دغو سېلابونو کې ۵۶۸ کورونه هم په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي.

۱۳ کلنه مروه: کور کې مو ښه خواړه لومړی هلک ته ورکول کیږي

افغانستان کې نجونې نه یوازې په ژوند کې د ناوړه دودیزو فکرونو، د کورنیو بې‌غورۍ او د پوهاوي نه‌لرلو له امله کړاونو او ستونزو څخه رنځ وړي، بلکې له اقتصادي ستونزو هم کړیږي.
دوی وویل، تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې لرې پرتو سیمو کې لا هم د هلک او نجلۍ ترمنځ د تغذیې په برخه کې توپیري چلند کیږي.

د خوړو او کرنې سازمان: افغانستان کې ورښتونو د خاورې رطوبت زیات کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي، افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې.

دغه سازمان ویلي، دې وروستیو اوونیو کې ورښتونو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی چې د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي او د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

متقي او د ایران سفیر پر اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي سره کتنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې متقي دغه لیدنه کې د امريکا او اسراییل له لوري د ايران پر خلاف برید او سيمه کې د جګړې پراختيا د ټولې سيمې په زيان بللې.

د ایران جګړه؛ د ناروې کډوالو شورا: افغان کډوال ډېر زیانمنونکي دي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران کې د اسراییل او امریکا د بمباریو له یوې میاشتې وروسته، میلیونونه خلک د خوندیتوب په لټه کې دي.
دغې شورا نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران کې له څلور میلیون څخه ډېر افغانان تر ټولو زیان‌منونکو کې دي. خبرپاڼه کې راغلي، ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې