غزه کې بریدونه؛ یوازې نن ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ
غزه کې چارواکي وايي چې نن چهارشنبه، جنورۍ ۱۵مې سهار راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غزه کې چارواکي وايي چې نن چهارشنبه، جنورۍ ۱۵مې سهار راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستان کې د سکرېټ څښلو اړوند ناروغۍ له امله د کال څه باندې ۱۰۰زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سوېلياسیا کې د مړینې تر تولو لوړه کچه ده.
یادې مړینې ته په کتو دغه هېواد کې دا چاره د عمومي روغتیا د یوې سترې ننګونې ښکارندوینه کوي. پاکستان دا مهال د سیمې په کچه د سګرېټ څښولو له امله د اړوند ناروغیو د مړینې ۷۸.۱سلنه او په نړیواله کچه ۷۲.۶سلنه مړینه لري.
یوشمېر خبریالان اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، دغه محدودیتونه د دوی د ژورنالیستیکي فعالیتونو مخه ډب کړې.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.
د غزني یوشمېر هغه مېرمنې چې وزن یې ډېر دی، وايي، که څه هم دوی د وزن کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بېپایلې وې او له لوړ وزن ځورېږي.
نازیه او سمیر چې لوړ وزن لري، سلاموطندار ته وویل، د وزن کمښت لپاره یې، بېلابېلې لارې وازمایلې، خو بېپایلې وې.
مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر لپاره د انساني ځیرکتیا یو ډول جوړونه ده چې موخه یې، هغه پروګرام شوی ماشین دی چې د انسان په څېر فکر وکړي او د انسان چلن او وړتیاوې کاپي کړای شي. مصنوعي ځیرکتیا د ساینسي علومو یوه پرمختللې او زړهراښکونکې بڼه ده چې د وروستیو لسیزو پرمهال د پام وړ ګرځېدلې.
ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړې.
مصنوعي ځیرکتیا چې کمپیوټر ته دا واک ورکوي، څو د انسان په څېر فکر وکړي او پرېکړه ونیسي او حتا د انسان چلن هم کاپي کوي، دې ورځو کې ځوانانو ته دا فرصت ورکوي، څو له خپلو نوښتونو کار واخلي او راتلونکې جوړه کړي. د یادې سروې ۷۴سلنه ګډونوالو ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري او ۲۶.۴سلنه هم ورسره هېڅ ډول بلدتیا نهلري.
د سوېليکوریا چارواکي وايي چې د اوکراین پر ضد روانه جګړه کې د شماليکوریا ۳۰۰ سرتیري وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي.
د سوېليکوریا د ملي استخباراتو ادارې دغه معلومات خبریالانو سره شریک کړي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.
کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یواېنډيپي» په مالي ملاتړ جوړ شوی. د دې کانال په جوړېدو سره د شاوليکوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.
د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار انجینیر فضلالرحمن عمرزي پل علم خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.
د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې په کُرسک کې یې، د جګړې پرمهال د شماليکوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي او کېیف ته یې، لېږلي دي.
د اوکراین امنیتي ادارې «اېسبيیو» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو دوو سرتېرو یې، یو بېاسناده او دویم کس د روسیې د پوځ کارټ لري چې له منګولیا سره نږدې سیمې اوسېدونکی دی.
د کندهار په تختهپل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.
یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تختهپل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیرهکولو دوه حوضونه جوړېږي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون