انلاین زده‌کړې؛ ځوانان د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او د برښنا نه‌شتون څخه سر ټکوي

سلام‌وطندار له ۳۰ زده‌کړیالانو سره چې ۱۷ یې نجونې او ۱۳ نور هم هلکان دي، مرکې کړي او پایله یې ښيي چې ځوانان د انلاین زده‌کړو پر مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی او برښنا هم دوامداره نه وي؛ نو په منظم ډول خپلې زده‌کړې نه‌شي څارلی.

اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډه؛ شتمن هېوادونه به بې‌وزلو د کال ۳۰۰ میلیارډه ډالر ورکوي

د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلونونو ۲۹مه غونډه یا کاپ‌۲۹ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پای ته ورسېده.
هغو هېوادونو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، هوکړه کړې چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال ۳۰۰ میلیارډه ډالره بودیجه بې‌وزلو هېوادونو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ورکوي.

د افغان ښځو ستړی ژوند؛ کارګرانې د کار خاوندانو له ناوړه چلن او د حکومت له بې‌غورۍ سر ټکوي

په کابل کې له ۴۰ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېر او سخت کار، لږ تنخوا او د کاري خوندیتوب نه لرل هغه ننګونې دي چط دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ښځې رسمي قرارداد نه‌لري او په ورځني مزد د کابل په خیاطیو، شرکتونو او کارخونو کې کار کوي. دوی ټولې له خپلې تنخوا څخه ناخوښې دي.

بورل: اروپايي ټولنه باید د نتانیاهو د نیولو حکم عملي کړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورل ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواف ګالانت د نیولو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې حکم عملي کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بورل دا خبرې پرون-د لیندۍ درېیمه، د شنبې ورځ قبرس ته د سفر پر مهال کړي دي.

بغلان کې پر لمونځ‌کوونکو برید؛ م.جاهد: داسې پېښې به بیا نه تکرارېږي

د بغلان د نهرین ولسوالي د «سیدپاچا اغا» په زیارت کې د لسو کسانو له وژل‌ کېدو وروسته، د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې پېښې عاملان به ژرترژره ونیول شي او په وینا یې، دوی هڅه کوي چې د ورته جنایتونو د تکرار مخه ونیسي. هغه ټینګار کوي چې هر افغان حق لري په خوندي ډول ژوند وکړي او خپل دیني مراسم ترسره کړي.

سېلابونو په بغلان کې ۵۰ کورونه وران کړي

د بغلان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، سېلابونو په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه وران کړي دي.
د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایت‌الله همدرد وايي، بېګاه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او دهنه‌‌غوري ولسواليو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي.

پر نجونو د ځوانۍ دانو راختل؛ ډاکټران: بېلابېل لاملونه لري

یوشمېر ډاکټرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د نجونو پر مخ د ځوانۍ دانې راخېژي. دوی اندېښنې، خپګان، موسمي بدلونونه، میاشتنۍ ناروغي، هورموني بدلونونه او د مناسبو خوړو نه کارول د دغو دانو راختلو اصلي لاملونه بولي. د ډاکټرانو په وینا، د ځوانۍ دانې تر ډېره پر هغو نجونو راخېژي چې له ۹ تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري.

ملګري ملتونه: ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکي لپاره تر ټولو خونړی و

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرسته‌رسوونکي وژل شوي دي.
د دغه سازمان بشردوستانه څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، لیکلي چې ۲۰۲۴ کال د مرسته‌رسوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

پر غزې د اسراییلو برید کې ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي

حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیت‌لاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

ناپېژنده وسله‌والو په بغلان کې ۱۰ لمونځ‌کوونکي وژلي

د بغلان امنیتي مسوولان وايي، ناپېژنده‌ وسله‌والو د دغه ولایت د نهرین ولسوالي په زاړه ښار کې پر لمونځ‌کوونکو چې پر دوعا بوخت وو، برید کړی او لس کسان یې وژلي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، په دغه برید کې د نهرین ولسوالي لس لمونځ‌کوونکي چې د سیدپاچا اغا سادات په زیارت کې پر ذکر لګیا وو، وژلي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د برخلیک روښانولو لپاره نړیواله غونډه جوړوي

د کډوالو په چارو کې د پاکستان عالي کمېشنر محمدعباس خان اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان ته په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو ور ګرځېدو، د دوی د ستونزو ارزولو او د لوېدیځو هېوادونو له لوري په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د منلو پروسې چټکتیا په موخه به په اسلام‌اباد کې یوه نړۍواله غونډه جوړه شي.

د کیفري نړیوالې محکمې د نتانیاهو او ګالانت د نیولو حکم صادر کړ

د کیفري نړیوالې محکمې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړی دی.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه حکم پرون – د لیندۍ لومړۍ، پنجشنبه صادر شوی دی.
د کیفري نړیوالې محکمې د حماس د نظامي مسوول محمددیاب ابراهیم‌المصري د نیولو حکم هم صادر کړی دی. ‎

برازیل کې د جي‌۲۰ هېوادونو غونډه؛ له لوږې سره د مبارزې اېتلاف جوړ شو

په برازیل کې په نړیواله کچه د لوږې مخنیوي په موخه د جي۲۰ هېوادونو د مشرانو دوه‌ورځنۍ غونډه جوړه شوه. د جي‌۲۰ ډلې مشران وايي، په نړۍ کې باید حکومتي بنسټونه اصلاح شي او د نړۍ پر میلیارډرانو باید محدودیتونه ولګول شي. د جي‌۲۰ غونډې په پای کې له لوږې سره د مبارزې لپاره یو نړیوال اېتلاف هم جوړ شو.

سراج.الدین حقا.ني: له نړۍ سره هر ډول تعامل به د اسلامي اصولو پر بنسټ وي

د ا.ا سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دي. ارګ پر خپل اېکس لیکلي چې دا موضوع پرون (د لړم ۲۸مه، د دوشنبې ورځ) د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په مشري د ا.ا د سیاسي کمېسیون په ناسته کې شوې ده.

امریکا ترکیې ته: د حماس د مشرانو کوربه‌توب مه کوئ

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربه‌توب ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

نورجلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه کړې

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ګډ کار او مرسته ورسره وکړي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن پر اېکس لیکلي چې جلالي دا غوښتنه د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه‌ييز مسوول سره د لیدنې پر مهال کړې ده.