
امریکايي چارواکی: که ایران وغواړي واشنګتن خبرو ته چمتو دی
یو امریکايي چارواکي وايي، که ایران له واشنګتن سره د تماس غوښتنه وکړي، دغه هېواد له تهران سره د «همکارۍ او خبرو» لپاره چمتو دی.
رویټرز خبري اژانس نن سهشنبه (د سلواغې ۷مه / د جنورۍ ۲۷مه) د دغه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو له شرایطو خبر دی او پوهېږي چې په احتمالي مذاکراتو کې به کوم موضوعات مطرح کېږي.














