اوچا: ۱۴.۴ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۱۴ میلیونه او ۴۰۰زره کسان په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

اوچا نن پنج‌شنبه، د سلواغې ۹مه (د جنورۍ ۲۹مه)، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې شمېر کسانو څخه به نږدې ۷ میلیونه او ۲۰۰زرو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

اسټرالیا او پاکستان نن لومړۍ شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه‌توب نن پنجشنبه، جنورۍ ۲۹مه، د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۳:۳۰ د پاکستان د لاهور ښار په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

له ایران او پاکستان ۱۶۴۸ افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان یو زرو او ۶۴۸ افغانان له یادو هېوادونو ایستلي دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان پرون چهارشنبه، د سلواغې ۸مه، د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښموپُل، د کندهار د سپین‌بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارو افغانستان ته راستانه کړي دي.

عراقچي: ځواکونه مو ګوته په ماشه هر ځواب ته چمتو دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې د دې هېواد ځواکونه «ګوته په ماشه» دي او د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري په صورت کې به «سمدستي او په پوره ځواک» ځواب ورکړي.

ننګرهار کې د هستوګنې د کور نړېدو له امله اووه کسان مړه او یو بل ټپي دی

د ننګرهار د امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول سیدطیب حماد وایي چې د دې ولایت د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د مرکزي غوچکو په سیمه کې بیګاه شپې ۱۲ بجې د هستوګنې یو کور نړېدلی چې له امله یې، اووه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

اوزبیکستان له اسلامي امارت سره د پوځي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا غور کوي

د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له لوري د دې مسودې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې له افغانستان سره د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو پروګرام جوړ شي او وروسته د تایید لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر تر څار لاندې امنیت شورا ته وړاندې شي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی

د ایران د قضایي ادارې د مطبوعاتو د خبر له مخې، دغه هېواد نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۸مه، د حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړی دی.

حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور د ۲۰۲۵کال د اپرېل په ۲۹، نیول شوی و او وروسته د جاسوسۍ او د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره د معلوماتو او محرمو سندونو د شریکولو په تور د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته د قانوني پروسیجرونو له مخې ځړول شوی دی.

احمدالشرع نن روسیې ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه، د کب اتمه، د یوه رسمي سفر په ترڅ مسکو ته لاړ شي.

نوموړی به د یاد سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره وویني او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړي.

واوره او زلزله‌ځپلي؛ «زوی مې ناروغ دی او ساړه ډېر دي»

هغه وویل: «له زلزلې راهیسې موږ په خیمه کې ژوند کوو. تقریباً څلور تر پنځو میاشتو کېږي چې ژوند مو په خیمه کې تېریږي. هغه کلینیکونه چې نهادونه زموږ لپاره جوړ کړي، زموږ د خیمې سره نږدې دي، نو که ناروغه شو همدې ته ځو؛ خو که ناروغي جدي وي، ښار ته ځو. دا بارانونه او واوره زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ ناروغان ډېر شوي او خیمې هم نه وې وېشل شوې.»

له تلوسې تر پېژندنې؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د هادي د بلدتیا کیسه

هادي هادي نومېږم او د کابل د یوه خصوصي پوهنتونو د کمپیوټرساینس پوهنځي زده‌کړیال یم. په یوه ښوونیز مرکز د تافل نړیوالې ازموینې لپاره پر چمتووالي هم بوخت یم.

له مصنوعي ځیرکتیا سره مې بلدتیا د ټولنیزو رسنیو د کارولو پرمهال پیل شو. د یوټیوب ویډیو مې لیدلې او د انسټاګرام منځ‌پانګه مې اړوله او راوړله چې ناڅاپي مې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پر یوه مطلب ولګېدې.

مایکرون شرکت سنګاپور کې په ۲۴ میلیارد ډالرو د چپونو کارخونه جوړوي

د امریکا د چپ جوړولو شرکت مایکرون ټکنالوژي اعلان کړی چې په سنګاپور کې د ۲۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د چپ جوړولو نوې کارخونه جوړوي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د چپونو له جدي نړیوال کمښت سره د مقابلې لپاره د تولید د زیاتولو سیالي روانه ده.