پاکستان کې وسله‌والو غلو شپږ پولیس وژلي

پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په پنجاب او سیند کې د دوو جلا پېښو پرمهال وسله‌والو شپږ پولیس وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه کې وسله‌والو غلو درې پولیس هغه مهال وژلي چې د دندې پر لور روان وو.

د حماس ډلې د مشر ترور ته غبرګونونه

د ایران په پلازمېنه تهران کې د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه له ترور وروسته، د افغانستان اسلامي امارت په ګډون ګڼو هېوادونو او مشرانو د نوموړي وژنې ته غبرګونونه ښودلې دي.

د حماس ډلې سیاسي مشر نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه د ایران پلازمېنې تهران کې وژل شوی دی. د نوموړي د وژنې څرنګوالي په اړه لا تراوسه بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شوي.

افغانستان په لومړي ځل له سويلي‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي

د افغانستان کرېکت ملي لوبډله به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په خپل کوربه‌توب د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان لوبډله به شارجه کې د سوېلي‌افریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

اسلامي امارت د هنیه وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه وبلله

سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په داسې حال کې چې اسلامي امارت د فلسطین له سپېڅلې خاورې، د حماس اسلامي غورځنګ د دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼي او د یرغلګرو صهیونیستي رژیم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنایت یې بولي. د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»

نتن‌یاهو امریکا ته: زمو بریا ستاسو بریا ده

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو چې امریکا ته په سفر تللی، د دغه هېواد کانګرېش ته په وینا کې ویلي چې غزه کې د روانې جګړې بری، د امریکا لپاره هم بریال شمېرل کېږي.

کانګرېس د نوموړي په وینا، لسګونه اعتراض کوونکي هم ورټول شوي وو او د نتن‌یاهو وینا ته له اعتراض سربېره یې، د اوربند غوښتنه کوله. نتن‌یاهو د وینا پرمهال له امریکا غوښتنه وکړه چې هېواد سره یې، څنګ په څنګ ودرېږي.

 اېن‌بې‌اې له درېوو شرکتونو سره د ۷۷میلیارډ ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

اېن‌بې‌اې «نېشنل باسکېټ‌بال اسوسیشن» د لوبېدو خپرېدو ۱۱کلن هوکړه‌لیک چې ارزښت یې، ۷۷ میلیارډ ډالر دی، له امازون، ډیزني او کامکاسټ شرکتونو سره لاسلیک کړ.

اېن‌بي‌اې په وروستیو شېبو کې د وارنر بروز وړاندیز ونه‌مانه او له دغه رسنیز شرکت سره یې، د شاوخوا ۴۰کلنو کار وروسته، هوکړه‌لیک لغوه کړ.

نیدرلنډز او ډنمارک اوکراین ته «لیوپارډ ۲» ټانکونه ورکوي

د نیدرلنډز دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد او ډنمارک به د روسې پر وړاړندې جګړې لپاره اوکراین ته «لیوپارډ ۲» ۱۴ نوي ټانکونه وسپاري.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه، جولای ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ټانکونه د جرمني د « Rheinmetall» له‌خوا جوړ او تر ازمایښت وروسته، دې ته اماده شوي چې اوکراین ته ولېږدول شي.

پر خان یونس د اسراییلو برید؛ شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي

د غزې پر خان یونس ښار د اسراییلي ځواکونو له برید راهیسې تېره ورځ د یادو بریدونو تر ټولو خونړي، برید کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د الجزیزې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه کسان یوازې تېره ورځ سه‌شنبه، د اسراییلو له‌خوا په شویو بریدونو کې وژل شوي دي.

عبدالغني برادر: ظالمانه بانکي بندیزونه دې لرې شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سرپرست حکومت هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په وینا یې، هغه ظالمانه بانکي بندیزونه چې ګڼې اقتصادي سونزې او د وزګارتیا لامل شوي، باید لرې شي. نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د «کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.

د افغانستان بانک څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه وسوځول

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې سوځولې دي.

دغه بانک نن سه‌شنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانک‌نوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

له پنډیتوب تر طب پوهنځي؛ «نیمه‌ورځ مې پنډیتوب او نیمه‌ورځ مې زده‌کړې کولې«

خوست کې د واجدالله په نوم زده‌کوونکی چې تازه د کانکور ازموینه کې پر لوړو نمرو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون، طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي، نیمه ورځ به یې، پنډیتوب کاوه او نیمه ورځ به یې خپلې زده‌کړې کولې. هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلي او تنګسیې سره سره یې خپلې زده‌کړې پرې نه‌ښودې او په وینا یې، زده‌کړو ته یې دوام ورکړ.