راپورونه ښيي چې د ایران پلازمېنې تهران کې د شهید بهشتي پوهنتون نن شنبه، اپرېل څلورمه، د هوايي برید هدف ګرځېدلی دی.
دا یوازې یو له هغو ملکي ځایونو څخه دی چې په وروستیو ورځو کې زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.
همدارنګه تهران کې د پاستور انسټیټیوټ چې واکسینونه تولیدوي، شاوخوا ۲۴ ساعته مخکې زیانمن شوی و او د تهران او کرج ترمنځ پل «بي ۱پل»هم ویجاړ شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، په دې وروستي برید کې شاوخوا ۱۳ کسان وژل شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې نور بنسټونه او ښوونځي هم تر برید لاندې راغلي او ګڼ ښارونه بمبار شوي دي، په ځانګړي ډول د تهران ختیځ او شمال ته د ارومیه، خرمآباد، اصفهان، قم، کرمانشاه او نورې سیمې هم هدف ګرځېدلي دي.
دا هر څه د تاوتریخوالي د زیاتېدو څرګندونه کوي او تراوسه داسې نښې نه ښکاري چې ګواکې امریکا یا اسراییل به په ایران کې پر ښارونو د بریدونو کچه راکمه کړي.