Asset 1SWN

غور کې ورزشکارانو له نشې د روږدو کسانو د راګرځولو کمپاین پیل کړی

۶۶۶۶۶

غور کې یوشمېر ورزشکارانو له نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راګرځولو په موخه له تېرو دوو اوونیو راهیسې د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.

د سوک‌وهنې لوبغاړی عبدالقاسم فردوسي او د بېلابېلو ورزشي برخو یوشمېر لوبغاړي د غور مرکز فېروزکوه ښار کې د هریرود سیند غاړې ته، چېرته چې روږدي کسان نشه‌يي توکي کاروي، ورغلي، څو د نشه‌يي توکو له کارونې یې راوګرځوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د عامه پوهاوي دغه کمپاین یې له نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راګرځولو په موخه جوړ کړی چې په وینا یې، روږدي کسان د نشې له ګواښونو خبر کړي.

«دوی به د ټولنې او ټولو د اوږو بار وي، حکومت او خیریه بنسټونه چې د مرستې توان لري، باید مرسته وکړي او د دې زمینه دې برابره کړي چې دوی له دې ستونزې خلاص شي.

د فردوسي په وینا، دوی هڅه کوي چې پر نشه‌يي توکو روږدي کسان روغتون ته معرفي کړي او د یوه روغ کس په توګه بېرته د ټولنې او خپلې کورنۍ غېږ ته وروګرځي.

په ورته وخت کې پر نشه‌يي توکو یوشمېر روږدي کسان وايي، د فقر، بې‌وزلي او ایران ته د کډوالۍ پر مهال یې د مخدره توکو کارولو ته مخه کړې.

مولاداد چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، له نورو ځوانانو غواړي چې له نشو ځان لرې وساتي او ورزش ته مخه کړي. «د سکرټ لوګي پر ځای دې ورزش ته مخه کړي، ګورئ چې بې‌چاره یو، بې‌وزله یو، له ښځې او اولادو مو لرې یوو.»

له دې سره غور کې په مخدره توکو د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون مسوولان وايي، د عامه پوهاوي ورکولو دغه ډول کماینونه مرسته کوي، څو روږدي وهڅول شي چې د نشه‌يي توکو کارول بند کړي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

غور کې پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې روغتون ډاکټر محمدګل احمدي وویل: «له دې کمپاین موږ ډېر خوشحاله یو او ټول خلک باید پوه شي او راشي خپله درملنه وکړي. اوس روغتون کې ۱۵ کسان شته او تل د ناروغانو درملنه کوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غور کې لوبغاړي او روغتیاپالان همدارنګه وايي، مخدره مواد سره له دې چې د یوه انسان روغتیايي، رواني او روحي وضعیت ته زیان رسوي، د هغه لپاره ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې هم له ځانه سره لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام