افغانان داسې مهال د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دویم لمریز کال پیلوي چې لا هم د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
که څه هم ۱۴۰۱ کال کې د سیمې یوشمېر هېوادونه دې ته چمتو شول چې د افغانستان ځینې ډيپلوماټیکې استازولۍ د اسلامي امارت واک کې ورکړي، خو د کارپوهانو په بارو لا هم اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې لهخوا رسمیت پېژندنې ته نه دی نږدې شوی.
یوشمېر کارپوهان وايي چې د نړیوالې ټولنې لهخوا د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل او دوام یې لامل شوي چې افغانان زیان وویني.
د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي وویل: ««له حقوقي اړخه، هغه لنډمهاله حکومتونه چې په یوه هېواد کې رامنځته کېږي، له درېیو میاشتو او بالاخره تر شپږو میاشتو زیات دوام نه کوي، په موقت حکومت کې د قانوني، سیاسي او حتی مالي اړیکو د لرلو صلاحیت نهلري. دوی د قراردادونو د کولو توان هم نهلري، خو افغانستان کې یې ډېر دوام وکړ، نږدې ۱۹میاشتې کېږي او دا کار ډېرې منفي پایلې لري.»
د کارپوهانو په وینا، افغانستان ۱۴۰۱ کال کې تر ډېره منزوي شو او نړیوالو مهمو ناستو کې یې ځای تش و. د دوی په باور د سیمې په هېوادونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان د سیاسي استازولیو ورسپارل هم د یادو هېوادونو د اقتصادي ګټو لپاره شوي دي.
بلخوا د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمن ثاقب وايي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوال تعامل ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: «هغه ستونزې چې اوس ټول خلک وسره مخ دي، د رسمي حکومت نشتون له کبله دي. زما په اند افغانستان کې د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل نړیوال تعامل ته اړتیا لري په ځانګړې توګه د دوو سترو قدرتونو ترمنځ تعامل ته.»
یوشمېر نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت تراوسه د رسمیت پېژندنې لپاره ګټور ګامونه نه دي اخیستي او نړیوالې ټولنې هم په یوه ډول د افغانستان وضعیت له پامه غورځولی دی.
د سیاسي چارو شنونکي یوسفامین ځاځي وايي: «نړیواله ټولنه د افغانستان پر وړاندې رښتینې نه ده او تراوسه نړیوالې ټولنې سره د افغانانو د غوښتنو په اړه هم بحث نه دی شوی.»
خو اسلامي امارت بیا ټینګار کوي چې له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې یې ګڼشمېر پرمختګونه کړي او د سیمې د هېوادونو په ګډون ډېر نور له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له سلاموطندار ته وویل، هغه هېوادونه چې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل او اړیکي لري، د یوشمېر ملاحظاتو له امله یې نشي په ډاګه کولی.
نوموړي وویل: «ډېری هېوادونو کې سفارتخونې پرانېستل شوي او کونسلي چارې روانې دي. په کور دننه هم سفارتخونې فعالې دي، د اسلامي امارت ډيپلوماټان هم هلته شته او فعالیت لري، خو تراوسه روابط رسمي او علني شوي نه دي. اړخونه څه ملاحظات لري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته د ټولګډونه حکومت او بشري حقونو ته درناوی له مهمو شرطونو وړاندې کړي، خو دغو شرطونو نه پام او پر ښځو د محدودیتونو دوام لامل شوی چې د اوسني حکومت پر وړاندې د رسمیت پېژندنې دروازې همداسې تړلې پاتې شي.