Asset 1SWN

امیرخان متقي «مسکو فارمټ» ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

F63z2o1bYAAym1n

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه پرون دوشنبه د تلې درېیمه مسکو ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې امیرخان متقي د روسیې په بلنه یاده ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

څه باندې دوه میاشتې وړاندې کابل کې د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف متقي سره د لیدنې پر مهال نوموړي ته «مسکو فارمټ» ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال همداراز لیکلي چې متقي به مسکو کې دوه ورځې پاتې وي او له هغه وروسته به د تاتارستان مرکز کازان ښار ته لاړ شي.

هغه لیکلي: «امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو. افغان پلاوی به دوه ورځې مسکو کې وي او وروسته به د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ته چې مسکو فارمټ ناسته سږ کال پکې د سپټمبر پر ۲۹مه دايرېږي، ولاړ شي.»

د افغانستان پر وضعیت د «مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی دی. په دې ناسته کې د چین، هند، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لوړپوړي چارواکي برخه اخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېر ۲۰۲۲ کال د مسکو فارمټ ناسته د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې بیا د اسلامي امارت استازي په‌کې ګډون کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام