Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف تر یوکال غځول کیږي

یو کیلي موټر

د اسلامي امارت مسوولان وايي، د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ته د ګمرکي محصول تخفیف تر راتلونکي یو کال غځول کیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې ۱۶ غونډه کې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف او ځینو وارداتي توکو اړوند بحث شوی.

هغه ویلي، دغه غونډه کې پریکړه شوې چې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ته دې د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵هـ‌‌ ش کال تر پایه په یو اندازه تخفیف سره وغځول شي.

همداراز د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د ځینو اقلامو د وارداتو په برخه کې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي، څو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام