Asset 1SWN

پاکستان ته روان کال د افغانستان صادرات پنځه سلنه کم شوي

501968-natotruckstrade-1359869897

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، د تېرکال په پرتله د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی.

د دغې خونې مشر محمدیونس مومند وویل، د پاکستان له لوري پر افغاني توکو د تعارفې لوړول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره د اسنادو جبري‌کول، د صادراتو د کموالي مهم لاملونه بلل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «پاکستان ته د ذغال سنګ د صادراتو کمېدل، باید پاکستان ته زموږ صادرات زیات شوي وای، د تېرکال لومړیو شپږو میاتشو کې مو ۱۷۴ میلیونه ډالره صادرات درلود، خو سږکال ۱۶۶ میلیونه ډالره صادرات لرو، ۵ سلنه راټیټ شوی. که دغه ستونزې پاکستان له منځته یوسي، صادرات مو بېرته زیاتېږي.»

پاکستان ته د صادراتو له کمېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر افغان سوداګر وایي، پخوا به یې اوونۍ کې تر ۳ موټره توکي صادرول، خو اوس په اوونۍ کې یو موټر هم نه صادرېږي.

د هغوی په وینا، زیاتره وخت د پاکستان له لوري د افغانستان د سوداګریزو توکو پرمخ د ترانزیتي لارو تړل او د ګمرکي تعرفې لوړول هغه لاملونه دي چې له امله یې پاکستان ته د افغان سوداګرو توکي صادر نه‌شي او زیانمن شي.

افغان سوداګر رفېع‌الله جبارخېل وویل: «د کال له پیله زه هر بزګر یا باغبان ته تر یو لک روپیو پورې لېږم، دا پیسې وسوځېدلې، ټول ختم شو، تجارت چې خلاص شي، ډېر مشکلات رامنځته کېږي.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان هم تاییدوي چې د وارداتو په پرتله پاکستان ته د افغانستان صادرات خورا کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وویل: «له پاکستان سره د افغانستان سوداګري د روان  ۲۰۲۴ په تېرو اووه میاشتو کې یو میلیارد او ۸۱ میلیونه ډالر و چې ۳۲۹ میلیونه دالر صادرات  او ۷۵۲ میلیونه ډالر وردات دي. صادرات یې پنبه، رغال‌سنګ، معاش، کشمش، پیاز او قالینې دي او وردات یې وریژي، سمنټ، بوره، تازه میوې، د فابریکو خام مواد او په هېواد کې نور د اړتیا وړ توکي شاملېږي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وایي، دا چې کرنیز توکي او تازه میوې د افغانستان تر ټولو عمده صادرات جوړوي، نو پاکستان هرکال د تازه میوو د موسم پرمهال، د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لوړوي او پرمخ یې ترانزیتي لارې تړي.

نوموړي وویل: «پاکستان سره باید جدي خبرې وشي، که څه هم دوی سره خبرې شي، خو عملي شوي نه‌دي. زه څو وړاندیزونه لرم چې د بدیلو لارو په اړه باید فکر وشي او له دې لارو توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شي. دویم بسته‌بندي او پروسس باید معیاري شي او زونونو کې دې سړې‌خونې جوړې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان مرکزي بانک تازه ویلي، روان کال افغانستان ته د دې هېواد د صادراتو کچه ۴.۱۲ سلنه لوړه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام