د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د وږي څلورمه له غرمې وروسته ۲:۰۰ د سریلانکا د کولمبو په «ار پرېماډاسا» لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستان له دې وړاندې په دوو شویو سیالیو کې افغانستان ته ماته ورکړې او دغه سیریز یې ګټلی دی. په دویمه لوبه کې چې تر ډېره د افغانستان د بریا چانس ډېر وو، په وروستیو شېبو کې پاکستان ښکلې لوبه وکړه او بریا یې خپله کړه.
دا د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ کېږي. افغانستان د پاکستان پر وړاندې په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.
بلخوا پاکستان په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې څلور لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده. افغانستان بیا درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.
افغان لوبډلې بیا د روان میلادي کال په جون میاشت کې له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګړه چې ۲-۱ یې وګټله.