Asset 1SWN

افغانستان نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

365940

د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له سترې ماتې وروسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د وږي دویمه د سریلانکا د «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۱۴۲ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه. افغان لوبډله په دې لوبه کې په ۵۹ منډو وسوځېده. دا په یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې تر ټولو کمې منډې وې چې یوه لوبډله یې جوړوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به هڅه کوي چې دې لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړي او د یو ورځنیو سیالیو روانه لوبلړۍ مساوي کړي.

دا د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ کېږي. افغانستان په یو ورځنیو سیالیو کې پنځه ځله له پاکستان سره مخ شوی چې ټولې لوبې پاکستان ګټلې دي.

افغان لوبډلې بیا د روان میلادي کال په جون میاشت کې له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګړه چې ۲-۱ یې وګټله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا پاکستان په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې څلور لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده. افغانستان بیا درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام