Asset 1SWN

افغانستان د نړیوال جام ګروپ لوبې په ماتې پای ته ورسولې

382326

د کرېکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو لوبو په لړ کې د یاد جام له سي ګروپ څخه نن افغانستان دغه ګروپ کې له وېسټ‌انډیز سره وروستۍ لوبه وکړه.

په یاده لوبه کې وېست‌انډیز لوبډلې افغانستان ته د ۱۰۴ منډو ستره ماته ورکړه. وېست‌انډیز دې لوبه کې ۲۱۹ منډې وکړې چې افغان لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان په ۱۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۱۴ منډې وکړې او ویسټ اینډيز دغه لوبه د ۱۰۴ منډو په توپير وګټله.

افغانستان تراوسه په روان نړیوال جام کې ماتې نه وه خوړلې او د نیوزیلنډ، پاپوا نیوګینې او یوګاندا په ماتولو یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان به د پنجشنبې په ورځ د روانې جون میاشتې پر ۲۰مه، په اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام