Asset 1SWN

د افغانستان بانک بازار ته نوي بانک‌نوټونه وړاندې کوي

8659284_0_0_1440_1080_1920x0_80_0_0_251c883564877613a87196980c9099e3

د افغانستان بانک نن چهارشنبه د غبرګولي لسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ورځنۍ راکړه ورکړه د هېواد‌والو د اسانتیاو په موخه نوي بانک‌نوټه بازار ته وړاندې کوي.

دغه بانک لیکلي چې د زړو لس‌ګون او شل‌ګونو افغانیو پر ځای نوي «لس‌ګون او شل‌ګون» بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک زیاته کړه چې د زړو بانک‌نوټونو د ټولولو لړۍ به د روانې غبرګولې میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي او ټول سوداګریز بانکونه اړ دي چې زاړه بانک‌نوټونه ټول او پر ځای نوي بانک‌نوټونه ورکړي.

د یاد بانک د معلوماتو پر بنسټ، ټول بانکونه باید پرته له کوم کمېشن او فیس څخه دغه پیسې بدلې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د هېواد به بازارونو کې د زړو افغانیو ډېروالي خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام