Asset 1SWN

هالنډ کې افغان سفارت: ا.ا سره په تعامل کې یوو

3-1024x653

هالنډ کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد کې د افغانانو ستونزو هوارولو او د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د قونسليو اړوند اسنادونه د تایید لپاره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته لېږي او په وینا یې، دا چاره په عادي توګه روانه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت هالنډ کې د افغانستان سفارت له دغه ګام د هرکلي ترڅنګ وايي چې له دې وروسته به دغه سفارت له بهرنیو چار وزارت سره په همغږۍ خپلې چارې پرمخ وړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وویل: «دا د افغانانو لپاره ښه خبر دی. له دې وروسته به قونسلي خدمتونه ښه ترسره کېږي او په مستقیمه توګه به د بهرنیو چارو وزارت څخه امر اخلي. د یاد سفارت د کارکوونکو او ډيپلوماټانو معاشونه به د وزارت له لوري ورکول کېږي.»

د نړیوالو اړیکو یو‌شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې هالنډ کې د افغانستان سفارت او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ تعامل به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه او نړۍ سره د تعامل زمینه برابره کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه حبیب‌الله جعفري وویل: «د هالنډ سفارت کې چې ډيپلوماټان دي حتمنآ بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه کې دي، څو دوی وهڅوي چې اسلامي امارت او ښايي نورو سفارتونو سره هم تعامل وکړي چې البته د دوی ګټو پورې تړلې ده.»

په ورته مهال د نړیوالو اړیکو یوه بل کارپوه محمدباقر محسني هم وویل چې د سفارتونو تعامل په یوه ډول اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د نړۍ زرغون څراغ دی. «د دې تعامل هدف تر ډېره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او دویم بشري مرستې هم اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل ته اړتیا لري، خو تر دا یو زرغون څراغ دی نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل لپاره.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېرو دوو کلونو کې ځینې ګاونډي هېوادونه دې ته حاضر شول چې خپلو هېوادونو کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري، خو دا لومړی ځل دی چې په یوه اروپايي هېواد کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت سره تعامل کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام