Asset 1SWN

د پوهنې وزارت سرپرست: د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی

Madrasa-1

د پوهنې وزارت سرپرست وايي چې هېواد کې د دیني مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله نن پنج‌شنبه د غويي اوومه هلمند ته د سفر پر مهال ویلي چې هېواد کې د دیني مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی او زده‌کوونکي په امن فضا کې خپلې زده‌کړې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د پوهنې سرپرست په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ څه ډول واټن شتون درلود چې اوس له‌منځه تللی دی.

نوموړي د هلمند د پوهنې ریاست کارکوونکو سره په لیدنه کې همداراز ویلي چې دغه ولایت د تېرو کلونو په پرتله د پوهنې برخه کې پرمختګ کړی. ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت سرپرست به هلمند کي د یوشمېر مدرسو او ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره هم‌مهاله هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د نجونو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کېدو وروسته او د شریعت مطابق به ښوونځي بېرته پرانیزي، خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي تړلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام