د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي وویل، له ایرانه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او یوازې تېره جون میاشت کې شاوخوا نیم میلیون افغانان له هغه هېواده په زوره اېستل شوي.
ده نن (پنجشنبه، سرطان ۱۹) کابل کې یوې غونډې ته وویل، دامهال هره ورځ تر ۳۰ زره افغانان د هرات اسلامکلا او تر ۱۰ زره نور د نیمروز ورېښمو پُل له لارې په جبري توګه هېواد ته راګرځول کیږي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشر چې له نژدې یې کډوالو سره لیدلي وايي، ایران کې افغانانو سره نامناسب چلند کیږي.
دی زیاتوي چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري افغانانو سره دغه ډول چلند به د ملتونو ترمنځ د کرکې او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ لامل شي.
«مونږ له ډیپلوماټیکو مراجعو غواړو چې د افغانانو حقونو رعایت شي. که افغانانو سره نامناسب چلند او د زور خبره وشي، بیا به د ملتونو ترمنځ د کرکې او اوږدمهاله کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ لامل شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلی حنفي له ایرانه راستنېدونکو افغانانو ته د لومړنیو خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کوي او اويي، اسلامي امارت د بیرته راستنېدونکو لپاره ټول امکانات برابر کړي دي.
هغه له هېوادوالو غواړي چې بیرته راستنېدونکو سره مرسته وکړي.
«هغه خلک چې په افغانستان کې مستحق پیژندل شوي یا ځمکه نهلري، هغوی ته به یوه بسوه ځمکه ورکړل شي. که چیرې پنځه کسان وي، نو پنځه بسوه ځمکه به ورکړل شي. که چیرې لس وي، نو لس بسوه ځمکه ورکول کیږي. خو که چیرې له لسو زیاتې وي، نو پنځلس بسوه ځمکه به ورکړل شي. دې برخه کې یو میکانیزم چمتو شوی او عملي به شي. ۲۵ ولایتونو کې د بیرته راستنېدونکو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړیږي، سروې او ډیزان یې شوی، دغو ښارګوټو کې ۱۴۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.»
د یادونې ده چې د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د جون تر پای پورې، شاوخوا ۹۴۹ زره افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي چې له دې ډلې، ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ زره نور له پاکستانه په زوره اېستل شوي دي.