Asset 1SWN

عباس عراقچي: ناقانونه افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړل شي

عراقچی

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، افغان لوري سره یې په یوې داسې ګډې طرحې جوړولو کار کړی چې د افغان کډوالو پر ستنولو متمرکزه ده.

هغه ویلي چې د دې طرحې له مخې به، د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير په تدريجي او په باعزته توګه ترسره شي.

د ده په وینا، له افغان چارواکو سره یې په لیدنو کې د غيرقانوني افغان کډوالو د وتلو پر اړتيا بحث کړی او دواړو خواوو ټينګار کړی چې ايران ته په غيرقانوني ډول ورغلي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړې: «دا ډېره مهمه ده چې افغان لوری د دغو کډوالو د منلو او جذب وړتيا ولري. دامهال افغان چارواکي د دغه بهير د تطبيق لپاره پلان جوړوي او د همدې له مخې به دا کسان په تدريجي ډول له ایرانه ووځي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ايران بهرنيو چارو وزير همدارنګه وايي چې نه‌غواړي د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دواړو هېوادونو لپاره يوه ټولنيزه ستونزه جوړه شي.

د هغه په وینا، د هېواد لپاره یې مهم اصل دا دی دغه بهير د يوې منطقي او معقولې تګلارې پر بنسټ ترسره شي.

د ایران بهرنيو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادريار احمدي ویلي، دامهال شاوخوا ۶ ميليون بهرني وګړي چې زياتره يې افغانان دي، په قانوني او غيرقانوني ډول ايران کې ژوند کوي.

دا داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناسم له زیاتېدو وروسته ویلي وو، اسلامي امارت له کوربه هېوادونو غواړي چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام