د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت لسګونه نورو ښځو ته د لاسي صنایعو یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړې ده.
د یادې کارخونې مسووله ازاده هاشمي سلاموطندار ته وايي، دغه کارخونه یې له زدهکړو د راګرځول شویو نجونو او ښځو څخه د ملاتړ په موخه جوړه کړې او دا مهال څه باندې ۱۰۰ ښځې پهکې کار کوي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
ازاده هاشمي وویل: «دلته ۲۰ ښځې د چرم ګنډلو، ۴۰ ښځې د مرۍ پیلو او ګنډلو، ۱۵ د ادرم کنډلو، ۱۵ د خیاطۍ او ۱۱ نجونې هم د کار زدهکړو په کار کوي. زموږ اساسي هدف ښځو ته د کاري زمینې برابرول او ملاتړ دی.»
د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د «سوده» په نوم د لاسي صنایعو کارخونې مسووله له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره له دوی ملاتړ وکړي.
بلخوا یوشمېر هغه مېرمنې چې یاده کارخونه کې کار کوي، سلاموطندار ته وویل، تر پخوا یې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
نرګس سادات چې د کارخونه کې کار کوي، وویل: «نږدې یو کال کېږي چ دلته کار کوم، د خیاطي برخه کې، ځکه افغانستان کې د زدهکړو شرایط کمزورې دي او کله ډېره ناهیلې شم چې نه پوهنتون، نه کورس او نه ښوونځی شته او ډېره خوشحاله یم چې دلته د کار کولو زمینه راته برابره شوې.»
د دې کارخونې یوې بلې کارګرې سدیې وویل چې خیاطي کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. «یو کال کېږي چې دلته خیاطي کوم او له دې لارې خپلو اولادونو ته کتابچې، قلم اخلو او زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې یم.»
د سلاموطندار خبریالې هڅه وکړه چې د ښځو د لاسي صنایعو کارخونې څخه د ملاتړ په برخه کې د فاریاب د سوداګرۍ او صنایعو خونې نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالۍ نهشوه.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا په بیاځلې واکمېدو سره د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلکېدو او پر هغوی د محدودیتونو لګېدو له امله، ګڼشمېر ښځې ټولنیز ژوند څخه څنګ ته کړل شوي چې ځینې هغوی ان خفګان او رواني ناروغیو سره مخ شوي دي.