Asset 1SWN

پکتیا کې په ۱۱۵زره ډالرو د اوبو یو سربند جوړ شو

افغان

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د ۱۱۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو یو سربند جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

دغه سربند د پکتیا د سیدکرم ولسوالي په «درک» سیمه کې جوړ او ګټې‌اخیستنې سپارل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې مسولان وايي، ياد سربند د سويس د مرستو پرمختيايي ادارې په مالي لګښت او د اړيکو دفتر موسسې په تخنيکي همکاري جوړ شوی.

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رییس کريم فاتح سلام‌وطندار ته وايي چې دغه سربند څخه څه باندې ۵زره جريبه ځمکه خړوبېږي او شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ به ترې خپلې ورځنی اړتياوې پوره کړي.

د اړيکو دفتر پکتيا ولايتي مسوول همداراز زیاتوي چې د درک سربند چارې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې او مالي لګښت يې د سويس مرستو پرمختيايي ادارې له‌خوا ورکړل شوی چې د اړیکو موسسې له لورې پلې شوې ده.

نوموړي وويل: «له ياد سربند څخه درې لوی کلي او ۱۱ فرعي کلي چې شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ کېږي، ترې استفاده کوي. له ياد سربند څخه به ۵۴۲۰ جريبه ځمکه هم خړوبېږي. په ياده پروژه ۱۱۵زره او پنځه سوه ډالره لګښت راغلی دی.»

د سيدکرم ولسوالي د کوه‌سين د لکړې سيمې اوسېدونکي بيا وايي، له دې وړاندې يې ډېرې ځمکې د اوبو له نشتون شاړې پاتې وې او له غره څخه رابهېدونکې اوبه د خوړ په شګو کې جذبېدې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، دغه اوبه ځمکو ته نه‌رسېدې چې د ياد سربند په جوړېدو سره يې ډېری ځمکې اوبه کېږي او هم به ډېرې کورنۍ ترې نورې اړتياوې هم پوره کړي. دوی غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې د اوبو مهارولو لپاره لا زيات کار وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام