Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې په ۳ میلیون افغانیو د اوبو بند جوړ شو

a0ad2254-bf68-4d56-a896-2884438779bd

د میدان‌وردګ والي ملا خیرالله خیرخواه وايي، د سیداباد ولسوالي اړوند د اونخي سیمې په «پیرونګ» کلي کې د څه باندې ۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیروي بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه د لویو او وړو چیکډیمونو له لارې د اوبو مدیریت پیاوړی کړي.

خیرخوا ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د خلکو غوښتنې او اړتیاوې به له اړوندو مشرانو سره شریکې شي، څو د بیارغونې نورې پروژې هم پلې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د میدان‌وردک د اوبو او انرژۍ رییس مولوي عبدالصمد حلیم وویل، دغه ذخیروي بند د اسلامي امارت له بودجې څخه د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوی.

د نوموړي په وینا، دغه بند ۳۷ متره اوږدوالی او ۷ متره لوړوالی لري او شاوخوا ۴۲۰۰ متره مکعبه اوبه ذخیره کولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام