Asset 1SWN

پکتيکا کې په ۳۵۰۰جریبه ځمکه راستنېدونکو ته ښارګوټی جوړیږي

پکتیکا ښار (2)

د پکتيکا ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښارګوټی له پاکستانه نويو راستنيدنکو کډوالو لپاره په ۳۵۰۰ جريبه دولتي ځمکه کې جوړېږي.

د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبره د رياست الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو عالي کميسون مشر مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزير مولوي حمدالله نعماني او د پکتيکا د ولايتي ادارې مسوولانو په ګډه کښېښوده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ښارګوټی به نه یوازې د راستنېدونکو ستونزې هوارې کړي، بلکې د پکتيکا د پرمختګ او ښاري پراختيا په برخه کې به هم يو بنسټيز بدلون راولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ویل شوي چې دغه ښارګوټی به ښوونځی، روغتون، د څښاک اوبو رسونې شبکه او جوماتونه ولري.

د پکتيکا والي مولوي عبدالخالق عابد د یاد ښارګوټي په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ويلي، د ښارګوټي له جوړېدو سره به د سلګونه کورنيو لپاره دايمي سرپناه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام