د کندهار ښاروالي مسوولان وايي چې کندهار ښار کې یوشمېر هغه پلې لارې چې د لاسي توکو پلورونکو لهخوا بندې شوې، بېرته پرانېستې دي.
د کندهار ښاروالي ویاند سیفالله عاصم سلاموطندار ته وویل چې د ښارې نظم ساتنې او ښکلا په موخه یې له پلیو لارو د لاسي توکو پلورونکو کراچۍ او رېړۍ لرې کړې دي..
د عاصم په وینا، یادې پلې لارې یې د کندهار ښاروالي او ښاري نظم ګډ کمېسيون په همکاري خلاصې کړې دي.
دغه لارې د کندهار ښار په اوومه ناحيه او د پنجوايي دوراهي سيمه کې د واټونو او پلیو لارو پر سر پراته موانع، رېړۍ، جګۍ او کواټونه پاک کړې دي.
د کندهار ښاروالي مسوولانو ټينګار کړی چې د ښار ټولو هټیو او لاسيګاډۍ چلوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې ټرافیکي نظم ګډوډ نهکړي او په وینا یې، پلیو لارو کې دې خلکو ته ستونزې نهجوړوي.