د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې موسسې په مرسته «۱۵» بېوزله نجونې او هلکان چې د واده لګښت یې نشوای برابرولی، د ډلهییز واده مراسم جوړ شوي دي.
د ډلهییز واده دغه مراسم تېره ورځ د «کوثرالقران» موسسې په مالي لګښت جوړ شوي و چې د یاد ولایت والي او نورو چارواکو هم پهکې ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بامیان والي عبدالله سرحدي دې مراسمو ته وویل چې واده د اسلام یو اصل دی او د اسلامي احکامو په تطبیق سره د کورنیو د پاشلو مخه نیول کېدای شي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د ښځو حقونو ته باید پام وشي او نجونې باید په زور او جبر په واده ورنهکړل شي.
هېواد کې د بېوزلۍ کچې لوړېدو ترڅنګ د وادونو لوړ لګښت او لوړ ولور د دې لامل شوی چې ګڼشمېر ځوانان د دې لګښتونو برابرولو لپاره له هېواده بهر په قانوني او غیرقانوني توګه په مزدورۍ لاړ شي.