د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره یو عامه کتابتون جوړ او پرانېستلی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نورمحمد حنیف وایي، دغه کتابتون د جاپان له لوري د شانتي رضاکارې ټولنې په تخنیکي همکاري پر دوه بسوې او پنځه څلویښت متره ځمکه جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د ماشومانو لپاره د یاد کتابتون پر جوړېدو ۱۳۵زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نورمحمد حنیف زیاته کړه چې په یاد کتابتون کې به د درېوو ښوونکو له لوري ماشومانو سره د کتابونو انتخاب او لوست کې همکاري کېږي.