د هلمند امنیه قومنداني د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت او د سوالګرو او بېسرپرسته کورنیو د تشخیص امریت، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ، په لښکرګاه ښار کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیولې ده.
د یاد امریت امر مولوي نصیبالله ذاکر وايي، د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۴۵ سوالګر د هرات شینډنډ ولسوالي څخه هلمند ته ورغلي او غوښتل یې، لښکرګاه ښار کې منظمه سوالګري وکړي.
د نوموړي په وینا، د لښکرګاه ښار ملي پارک سیمه کې شاوخوا ۳۶ حرفوي سوالګر د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
پاتې سوالګر د یاد ولایت په نورو سیمو کې نیول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان یوازې سوالګر نه، بلکې د یوې منظمه شبکې برخه دي چې له یوه ولایت بل ته د سوالګرۍ لپاره سفر کوي.
هلمند کې له دې وړاندې هم د مستحقو او مسلکي سواګرو د تشخیص لپاره د سوالګرو د راټولولو هڅې شوي دي.
د یادو هڅو په لړ کې هغه سوالګر چې مستحق وو، میاشتنی معاش ورته ټاکل شوی دی.