د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ګېزاب ولسوالي کې بېګاه شپه د اوبو ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند بلال روزګاني سلاموطندار ته ویلي چې امنيتي ځواکونو ياد ماشوم د اوبو له څاه څخه ژوندی راېستلی، خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.
نوموړی پر خلکو غږ کوي چې د خپلو ژورو څاګانو سرونه پټ کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې روزګان کې د اوبو ژورې څاه ته ماشوم لوېږي، له دې وړاندې هم دغه او څنګ لوریو ولایتونو کې ماشومان څاګانو ته لوېدلي چې ډېرو یې خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاهګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاهګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاهګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.