د هلمند د بست ولایتي روغتون په څنګ کې د بیړني ناروغان د «ایسيیو» څانګې لپاره په ۴۸ میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي. د ودانۍ ترڅنګ به نور اړین امکانات هم ورته برابر شي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلاموطندار ته وویل چې بېړنیو ناروغانو ته اړوند د «ایسيیو» دغه ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي.
هغه وویل: «یاده پروژه څلور برخې لري چې یو برخه ودانۍ چی ۹ میلیونه سلزره او ۹۳ افغانۍ لګښت ورباندې راځي او د شپږ میاشتو په موده کې به بشپړه او ګتياخیستنې ته وسپارل شي.»
سعید زیاته کړه د یادې پروژې لګښت په ټولییز ډول ۴۸ میلیونه افغانۍ ټاکل شوی چې د سرپرست حکومت له بودیجې ورکول کېږي. «۱۷میلیونه افغانۍ د روغتون د تجهیز او پرسونل، ۱۰میلیونه درمل او څلور میلیونه اکسیجن او د امبولانس خدماتو ته ځانګړې شوې دې.»
د هلمند د عامې روغتیا رییس په وینا، د یادې ايسيیو په جوړېدو سره به بهر ته د عاجلو ناروغانو لېږد ستونزه هم حل شي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده سلاموطندار ته وویل، د هلمند نفوس ته په کتو اړتیا وه چې دغه ولایت کې یوه ۱۵ بستریزه «ایسيیو» جوړه شي.
هغه وویل: «ایسي یو برخه کې په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ډول پاملرنه نهده شوې، خو اوس به د دغه ودانۍ په جوړېدو سره د هغو خلکو ستونزې هوارې شي چې عاجل ناروغان ولري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هلمند کې ۱۵ بستریزې «ایسيیو» ته داسې مهال ودانۍ جوړېږي چې تېره ورځ هم د مرکز لښکرګاه ښار صافیانو سيمه کې یو ویجاړ شوي روغتیایي مرکز جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.