د میدانوردګ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د یوه سوداګر له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د وطني غوړیو او کُنجاړې جوړ شوې، کارخوني په فعالیت پیل وکړ.
د میدانوردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس انجینیر محمدخان ځواک په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل چې یاده کارخونه د وطني تولیداتو او د صنعت د ودې په برخه کې یو غوره اقدام دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، حکومت ژمن دی، څو خصوصي سکتور په برخه کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي. نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د تولیداتو بازارموندنې برخه کې به ورسره همکاري کوي.
دغه کارخونه په ۲۴ساعتونو کې د ۶۳۰۰ کیلو کنجاړې او یو ټُن وطني غوړیو د تولید ظرفیت لري. د یادونې ده چې دغه کارخونه کې ۱۰ کسان په مستقیم او ۱۵ نور په غیرمستقیم ډول کار کوي.