Asset 1SWN

جوزجان کې په ۱.۴ میلیارډ افغانۍ ۵۱ کیلومټره سړک جوړېږي

836cf51d-e196-4c1c-9499-c0571ae4091d

د جوزجان په قو‌ش‌تېپه او درزاب ولسوالیو کې په ۱.۴ میلیارډ افغانۍ د ۵۱ کیلومټره سړک د قیراچوونې چارې پیل شوې.

د جوزجان د ټولګټو ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دغه سړک ۶ مټره پلنوالی لري چې ورسره دوه پُلونه، ۱۳۷ کوچني پُلونه او د ویالو سربېره استنادي دیوالونه هم لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د ټولګټو رییس اسدالله مسرور وویل چې د دغه سړک د رغونې چارې به د درېوو شرکتونو له‌خوا د اتلس میاشتو په موده کې بشپړې شي. «اړتیا ده چې دې پروژه کې د خلکو همکارۍ ترڅنګ قراردادي شرکتونه هم په رښتینولۍ کار وکړي.»

بل‌خوا قراردادي شرکتونه ډاډ ورکوي چې دغه سړک به په اساسي توګه ورغوي.

د درزاب او قو‌ش‌تېپې ولسوالیو اوسېدونکي بیا وايي، د دغه سړک له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې په وینا یې، په جوړېدو سره به یې، اوس دغه ستونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو دوو ولسوالیو ددغه سړک د جوړېدو چارې پیل سره هم‌مهاله څه باندې ۲۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام