Asset 1SWN

لوګر کې د هاوان سرګلولې چاودنې له امله یو ۱۵ کلن ځوان وژل شوی

لوګر- چوک

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې نن یکشنبه (غبرګولي ۱۳مه) مرکز پل‌علم ښار اړوند «کارت مامورین» سیمه کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، محمد ساحل د محمدابراهیم زوی چې شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري، د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه، یاد ځوان غوښتل د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده سرګلوله له یو ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي چې پرې چادولې او ځای پر ځای وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېرکال هم مرکز پل‌علم، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې د ځمکې لاندې ماینونو او ناچاوده سرګلولو د بېلابېلو چاودنو له امله تر ۱۰ زیاتو کسانو چې ډېری یې ماشومان دې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام