د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه ۱۵کلن ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی چې شپږ کاله وړاندې یې برمته کړی و.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وايي، د امنیې قومنداني اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو دغه ۱۵کلن هلک د لښکرګاه ښار اړوند شپږمې ناحیه کې د کشفي عملیاتو پر بنسټ ازاد کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه هلک شاوخوا شپږ کاله وړاندې انسان تښتونکو برمته کړی و چې اوس بېرته خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

حقاني زیاته کړه چې انسان تښتوونکي د یادو عملیاتو پرمهال له سیمې تښتېدلي، خو په وینا یې، د امنیتي مسوولانو له لوري یې د نیونې هڅې روانې دي.

د یاد هلک کورنۍ د دغه ولایت له امنیتي مسوولانو مننه وکړه چې نوموړی یې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند د امنیې قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه د هر ډول مشکوکو کړنو د لیدو پرمهال امنيتي او کشفي ارګانونه خبر کړي، څو د ناوړه پېښو مخه ونیول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *