د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران پروړاندې هر ډول برید په ځواب کې به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې «مشروع هدفونه» وګڼل شي.
د ایران دولتي رسنیو (IRIBد عراقچي له قوله ویلي چې د یوه لوی نړیوال ځواک پر وړاندې چې د اټومي وسلو درلودونکی دی، د ۴۰ ورځو لپاره درېدل «کوچنی کار نه دی» او په وینا یې، نړۍ د ایران د ملت اصلي ځواک درک کړی دی.
هغه په خپلو څرګندونو کې سیمهییزو هېوادونو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ایران هغوی ته مخکې له مخکې خبر ورکړی چې د امریکا هغه اډې چې د ایران پر ضد په بریدونو کې کارول کېږي، د مشروع هدفونو په توګه ګڼل کېدای شي.
عراقچي همداراز ویلي چې ایران له سعودي عربستان سره د دوامدارو او رغنده اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو او د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.