Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوټرېش د اسراییل او لبنان ترمنځ له اعلان شوي اوربند هرکلی کړی

انتونیو ګوترش

 د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند له اعلان هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ګوټرېش نن جمعه (جون پنځمه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ملګري ملتونه د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې هدف یې د جګړو پای ته رسول او د ملکي وګړو د رنځ کمول دي.

په اعلامیه کې له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې د جګړې درېدلو ته په بشپړ ډول درناوی وکړي، بریدونه بند کړي او د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د نړیوالو اصولو، مراعات ته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز له حزب‌الله او نورو غیر دولتي ډلو غوښتنه کړې چې د لبنان د حکومت هغو پرېکړو ته درناوی وکړي چې د هېواد د بشپړې واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره شوې دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د اوربند دوام او عملي کېدل د سیمې د ثبات او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره حیاتي اهمیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام