Asset 1SWN

سلام وطندار

اختر کې نږدې ۴ میلیون سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو لیدنه کړې

تفریحي سیمې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، د لوی اختر ورځو کې نږدې ۴ میلیون کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو، تاریخي ځایونو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې.

د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران نن سه‌شنبه د جوزا ۱۲ / جون ۲ یوه ویډیويي کلپ کې وویل، دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

هغه وویل، د ګرځندوی د پرمختګ لاملونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو د نویو سیمو پېژندنه، د ګرځندویانو لپاره د انساتنیاوو برابرول، د بنسټیزو پروژو پلي کول او د ډاډمن امنیت شتون دی.

د هغه په وینا چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سیلانیانو غواړي، څو د محلي خلکو کلتور او دود ته درناوی وکړي او د چاپیریال ساتنې په برخه کې اړوند ادارو سره همکاره ووسي.

همدارنګه له محلي خلکو یې هم غوښتي چې سیلانیانو سره د مېلمه‌پاله فرهنګ په رڼا کې چلند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام