د پروان شینواري ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ژوند بایللی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار نن سېشنبه سلاموطندار ته وویل، مړو شویو کسانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.
ټپیان د امنیتي ځواکونو له خوا د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي.
ویل شوي چې پېښه د سړک خرابوالي او موټر چلوونکي بېاحتیاطۍ له امله نن سهار شاوخوا ۹ بجې هغه مهال وشوه چې یو فلانکوچ ډوله موټر چاریکار ښار ته روان وو او شینواري ولسوالۍ کې له سړک واوښت او چپه شو.