د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نږدې یو کال کېږي چې د ټرانسفارمر د خرابېدو له امله یې برښنا پرې شوې او ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د شغنان ولسوالۍ د «شدوج، سرچشمه او وریزن» کلیو اوسېدونکو وویل، د برښنا پرې کېدو تر ټولو ډېر اغېز د ماشومانو او ځوانانو پر زدهکړو کړی.
د «شدوج» کلي اوسېدونکی شبیر وایي، زدهکوونکي اړ دي چې د شپې له خوا د سولري څراغونو تر کمزورې رڼا لاندې درسونه ولولي چې دې وضعیت یې د زدهکړو پر بهیر منفي اغېز کړی.
«خلک بېوزله دي، برښنا نهلري. زموږ ماشومان نه شي کولی زدهکړه وکړي او ګڼې ستونزې شته. نه تعلیمي اسانتیاوې مناسبې دي، نه د ژوند شرایط او نه هم د کار زمینه برابره ده. زموږ لپاره هېڅ څه برابر نهدي. زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې ستونزو ته مو پاملرنه وکړي، هغه وڅېړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.»
د شغنان ولسوالۍ بل اوسېدونکی میلاد هم وایي: «اوس د دوبي په موسم کې پکه یوه اړتیا ده، که څه هم په ژمي کې ورته دومره اړتیا نهوي. ځینې کورنۍ یخچالونه لري، خو د برښنا نشتوالي له امله ترې ګټه نهشي اخیستلی. ستونزې ډېرې دي، په داسې ټولنه کې چې برښنا نه وي، خلک د شپې لهخوا آن د ډوډۍ خوړلو او عادي کارونو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله، د برښنا نشتوالي د خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي.»
د شغنان ولسوالۍ د سرچشمه کلي اوسېدونکی عصمت چې انلاین کاروبار لري وایي، د برښنا پرې کېدو نه یوازې اقتصادي زیانونه ور اړولي، بلکې د اړیکو وسایلو ته یې لاسرسی هم محدود کړی.
هغه زیاتوي، د برښنا نشتوالي یې نه یوازې پر کار او عاید منفي اغېز کړی، بلکې له مشتریانو سره اړیکې او د ورځنیو چارو ترسره کول یې هم له ستونزو سره مخ کړي.
«زه د انلاین کارونو په برخه کې فعالیت کوم، خو د برښنا نشتوالي له امله نه شم کولی خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړم. کله چې زما کمپیوټر یا ټیلیفون چارج ونهلري، نه شم کولی خپلې انلاین چارې مخ ته یوسم. دا ستونزه لامل شوې چې ډېر انلاین فعالیتونه پرېږدم او سختو کارونو ته مخه کړم.»
هغوی له ځايي مسوولانو غواړي چې د دې ولسوالۍ د برښنا بېرته وصل لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د بدخشان د برښنا ریاست مسوولان وایي، د دغو کلیو برښنا د ټرانسفارمر د خرابېدو له امله پرې شوې او تر رغولو وروسته یو ځل بیا له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې.
د بدخشان د برښنا رییس میرویس سیرت وایي، د شغنان ولسوالۍ د برښنا ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
«یو ځل زه خپله د برښنا شرکت د عمومي ریاست له مالي رئیس سره یو ځای لاړم. ترانسفارمر مو په مزارشریف کې ترمیم کړ او بېرته مو نصب کړ، خو څه موده وروسته شارټ شو. بیا مو راوړ او دا ځل په کندز کې ترمیم شو، خو له نصب وروسته یو ځل بیا له شارټۍ سره مخ شو. اوس د درېیم ځل لپاره یې د ترمیم کار روان دی او د دې ستونزې د بشپړ حل لپاره هڅې دوام لري.»
د بدخشان د شغنان ولسوالۍ برښنا د تاجکستان د وارداتي برښنا له شبکې تأمینېږي، خو د ټرانسفارمر خرابوالی او د برښنا د وېش شبکې تخنیکي ستونزې لامل شوي چې د دغې ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسېدونکي شپې په تیاره کې تېرې کړي.