Asset 1SWN

سلام وطندار

د فوټبال نړیوال جام؛ د لوبغاړو اواتار او حسګر توپونه!

ai-in-sports-featured-1

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کې به د مصنوعي ځیرکتیا (AI) او پرمختللې ډیجیټلي ټکنالوژي وکارول شي، څو د لوبو کیفیت، د لوبڅارۍ د پرېکړو کره‌والی او د مینه‌والو تجربه لاښه شي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د لوبغاړو مصنوعي ځیرکتیايي اواتارونه، د حسګرلرونکي توپ او د روزونکو لپاره ډیجیټلي مرستیالان وکارول شي.

ځیرک توپونه د لا کره لوبڅارۍ لپاره!

د اډیډاس له لوري جوړ شوی نوی رسمي توپ «تریوندا» د ۵۰۰ هرتزه حرکتي حسګر (Motion Sensor) سره سمبال دی چې په یوه ثانیه کې ۵۰۰ ځله د توپ معلومات ثبتوي.

دغه ټکنالوژي لوبڅارانو ته اجازه ورکوي چې د توپ د وهلو دقیق وخت وپېژني، کوم چې د افسایډ او نورو جنجالي صحنو په ارزونه کې مهم رول لري. همدارنګه دا سیستم د (Handball) او پنالټۍ اړوند پرېکړو کې هم مرسته کوي.

د لوبغاړو درې‌بعدي اواتارونه

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو ویلي، د نړیوال جام ټولو ۱,۲۴۸ لوبغاړو لپاره به ډیجیټلي اواتارونه جوړ شي.

د هر لوبغاړي د بدن یو ثانیه‌ییز سکین به اخیستل کېږي او له هغې وروسته به یې یو ډېر دقیق درې‌بعدي ماډل جوړېږي. دا ماډلونه به لوبڅارانو سره مرسته وکړي چې د چټکو او پېچلو صحنو ارزونه په لا ښه ډول وکړي.

دغه نوې ټکنالوژي د فیفا د نیمه‌اتومات افسایډ سیسټم بشپړوي، کوم چې د لوبغالي د کامرو له لارې د توپ او لوبغاړو موقعیت په یوه ثانیه کې ۵۰ ځله ثبتوي.

د مینه‌والو لپاره نوې لید تجربه

فیفا همدارنګه د «د لوبڅار لید» په نوم نوې ټکنالوژي معرفي کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به د لوبې انځورونه داسې وړاندې کوي، لکه لیدونکي چې د لوبغالي په منځ کې د لوبغاړو ترڅنګ ولاړ وي.

تمه ده چې دغه نوښت به د تلویزیوني خپرونو او په لوبغالي کې د ناستو مینه‌والو تجربه نوره هم جذابه کړي.

Football AI Pro؛ د روزونکو لپاره ځیرک مرستیال

فیفا د Football AI Pro په نوم یو نوی ځیرک سیسټم هم معرفي کړی چې د نړیوال جام ټولو ۴۸ ګډونوالو لوبډلو ته به تحلیلي خدمات وړاندې کوي.

دغه مصنوعي ځیرکتیايي مرستیال به د لوبو تخنیکي او تاکتیکي تحلیلونه، د لوبغاړو د فعالیت ارزونه او د سیالانو په اړه مهم معلومات چمتو کړي.

سیسټم به د لوبو معلومات په متنونو، ویډیویي راپورونو او انځوریزو ګرافونو بدلوي، څو روزونکي او د لوبډلو مسوولان پرېکړې په لا ښه ډول وکړي.

فیفا باور لري چې دغه نوې ټکنالوژۍ به د ۲۰۲۶نړیوال جام د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو پرمختللو او ټکنالوژۍ‌ محورو سیالیو څخه وګرځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام